تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې د امريکا ټاکنو کې لاسوهنه کړې؟
د اېف بي ای يو پخوانی مشر به یې له ادعاوو سره په تړاو د يوې خپلواکې پلټنې مشري کوي.
د امريکا ولسمشر ټرمپ په اړه له يوې اوونۍ سياسي ناندريو وروسته، د اېف بي ای پخوانی مشر روبرټ مولر د يو ځانګړي څارنوال په توګه ټاکل شوی، چې د امريکا ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوو او هم د ټرمپ ټاکنيزې مبارزې سره یې د هر ډول تړاو په اړه د پلټڼې څارنه کوي.
وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د اېف بي ای مشر جېمز کومې د ولسمشر ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شو، د پلټنې لپاره د يو خپلواک بهرني کس د ټاکلو غوښتنه په زياتېدو وه.
ولسمشر ټرمپ په کلکه د داسې نښو نښانو خبره ردوي چې روسيې یې دې د ټاکنو بري کې کوم رول لوبولی وي.