د 'چاغې مصرۍ' خور هندي ډاکټران په دروغو تورنوي

ایمان عبدالعاطي

د عکس سرچینه، SAIFEE HOSPITAL

د عکس تشریح، ایمان په یوولس کلنۍ کې په دماغي سکتې اخته شوې وه، چې ټیک ۲۵ کاله د زښت ډېر وزن له کبله له خپل کوره ونه وتله.

په مصر کې د هغې مصرۍ مېرمنې - چې په نړیواله کچه تر ټولو ډېره چاغه ښځه ګڼل شوې وه - خور ادعا کوي چې هندي ډاکټرانو دروغ ورته ویلي چې د خور وزن یې هند کې له جراحي عملیاتو وروسته کم شوی.

ایمان عبدالعاطي د هند ممبۍ په سیفي نومي روغتون کې عملیات شوه. تېره اونۍ ډاکټرانو وویل، د ایمان ۲۵۰ کیلوګرامه وزن کم شوی دی.

خو د ایمان خور شیماء سلیم ویلي، ډاکټرانو دروغ ورته ویلي؛ ځکه چې په وینا یې د خور روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی او ښايي له دماغي ټکان سره مخامخ شوې وي.

روغتون د هغې دا ادعاوې په ډېرې غوسې رد کړې دي.

د شیماء او ډاکټرانو ترمنځ اختلاف د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شو، چې هغې پر خواله رسنیو په یوه لنډ وېډیويي پیغام کې وویل، چې خور یې لاهم خبرې او حرکت نه شي کولای او هومره وزن یې نه دی کم شوی لکه روغتو چې اعلان کړی و.

شیماء بي بي سي ته وویل، روغتون یې د خور د وزن د کمېدو په اړه دروغ ویلي:

''هغه [ډاکټر مفضل لاکډوالا] چې د جراحي عملیاتو د طبي ډلې مشري ې کوله، زما خور له عملیاتو وړاندې او بیا وروسته نه ده تللې، که دوی د هغې د وزن د کمېدو کوم ثبوت لري، نو په یوه وېډیويي پیغام کې یې له عملیاتو وړاندې او بیا وروسته باید دا په ډاګه کړې وای.''

ډاکټر مفضل لاکډوالا او شیماء سلیم

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټر مفضل لاکډوالا د ایمان عبدالعاطي له خور شیماء سلیم سره د یوې خبري غونډې پرمهال

شیماء د خپلې خور وضعیت د اندېښنې وړ ښيي. دا وايي ''د هغې په بدن کې لاهم اکسیجن په طبیعي توګه نه چلېږي، کابو ټول وخت باید هغه د اکسیجن ماسک وکاروي، د هغې د پزې له لارې خېټې ته له غځېدلي پیپ ښکايي چې هغه په خوله خوراک او څښاک نه شي کولای.''

خو د روغتون ویاندې بي بي سي ته ویلي، ایمان په وروستي ځل د دوشنبې په ورځ وتلل شوه، چې وزن یې اوس ۱۷۲ کیلوګرام ته رسېږي.

ډاکټر لاکډوالا هم په ټینګه پر ټویټر د شیماء څرګندونې رد کړې دي.

TWITTER

د عکس سرچینه، TWITTER

ایمان په یوولس کلنۍ کې په دماغي سکتې اخته شوې وه، چې ټیک ۲۵ کاله د زښت ډېر وزن له کبله له خپل کوره ونه وتله.

هغه په تېره جنورۍ کې په یوه ځانګړې الوتکه کې د هند ممبۍ ښار ''سیفي'' په نوم روغتون ته ولېږدول شوه او هلته د لاکډوالا په مشرۍ د یوې ډلې ډاکټرانو په لاس په تېره مارچ میاشت کې عملیات شوه.

روغتون وايي، اوس هغه پر خوځنده څوکۍ د ډېر وخت لپاره کښېناستلی شي. روغتون د ایمان ځینې نوي انځورونه هم خپاره کړي چې وايي له عملیاتو وروسته یې وزن کم شوی دی.

رپوټونه وايي، شیماء اوس ځکه خوشحاله نه ده، چې د روغتون چارواکي په دې اند دي چې د ایمان درملنه اوس کابو پای ته رسېدلې ده او ژر به د مصر اسکندریه کې خپل کور ته ستنه شي.

شیماء وايي: ''د نړۍ په نولو برخو کې هم دې ته ورته حالات شته، په امریکا او نورو هېوادونو کې خلک له ډېر وزن کړېږي، دوی په روغتون کې یو یا دوه کلونه د خپل وزن د کمولو لپاره پاتې کېږي چې خپل طبیعي ژوند ته ستانه شي''.

دا زیاتوي: ''خو یوازې له یوې یا دوو میاشتو وروسته، ډاکټرانو وویل زه مې خور بېرته خپل هېواد ته ستنولای شم. ما ترې وپوښتل، دا څنګه کېدای شي چې هغه لاهم ډېر زیات وزن لري، که مصر کې پر هغې څه وشول نو بیا؟ څرنګه به یې له روغتون نه لېږدوم؟''.

ایمان له خپل ډاکټر سره غږېږي

د عکس سرچینه، Saifee hospital

د عکس تشریح، ایمان له خپل ډاکټر سره غږېږي
ایمان عبدالعاطي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډاکټرانو وویل، له عملیاتو وروسته د ایمان وزن له ۵۰۰ کیلوګرامو ۲۵۰ ته تیټ شوی

دا وايي: ''دا ناشونی کار دی، په مصر کې هېڅوک مرسته راسره نه کوي. هیله لرم د خپل وزن د کمولو لپاره نوره هم پاتې شي. ''

د وزن کمولو عملیات یا د وزن د بایللو په نوم جراحي عملیات د هغو کسانو د درملنې د وروستۍ وسیلې په توګه کارول کېږي، چې له اندازې ډېر چاغ وي او چاغښت یې ژوند ته خطر پېښوي.

ایمان سندرو ته غوږ ده

د عکس سرچینه، Saifee hospital

د عکس تشریح، سیفي روغتون وايي، د دوشنبې په ورځ یې د ایمان وزن تللی، چې ۱۷۲ کیلوګرامو ته رسېده