تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوږده عمر راز
بي بي سي د ژوند کیسو په نامه یوه لړۍ پیل کړې ده- همدې لړۍ لپاره ژورنالسته پرسېلا نیا تي خپل پلرني ټاټوبي کینیا ته تللې چې له داسې ښځې سره وګوري چې وايي په افریقا کې یو له هغو ښځو ده چې عمر یې تر ټولو ډېر دی.
همدا ښځه د پرسېلا انا یا نیا ده. الزابت کوی نان جي سږ کال د نوي کال پر ورځ یا جنورۍ پر اوله - د ۱۱۷ کالو شوه.
دغې انا خپله کلیزه یا د زېږېدو نېټه ولمانځه، د نړۍ له هر ځایه یې خپل دوستان او خپلوان ور وغوښتل چې هم یې خوښي ولمانځي او هم ورسره یادګاري عکس واخلي.