"د لندن بریدګر دوه کاله په عربستان کې اوسېدلی"

د عکس سرچینه، CARL COURT/GETTY IMAGES
د سعودي عربستان چارواکو منلې چې د لندن د چهارشنبې ورځ د خونړي برید تر سره کوونکي له ۲۰۰۵ - ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې د دوو کلونو لپاره په سعودي عربستان کې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه اوسېدلی دی.
په لندن کې د عربستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې منلي چې خالد مسعود د ۲۰۰۵ کاله له نومبره د ۲۰۰۶ کال تر نومبره او د ۲۰۰۸ کاله له اپرېله د ۲۰۰۹ کال تر اپرېله د کار په ویزه په عربستان کې اوسېدلی او یوځل یې په ۲۰۱۵ کال کې هم دغه هېواد ته شپږ ورځنی سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، مسعود په عربستان کې کوم ناقانونه کار نه دی کړی، نو ځکه پولیسو هم نه دی څارلی.
خالد مسعود تېره چهارشنبه د مارچ په ۲۲مه د برتانیا د پارلمان مخې ته لسګونه کسان په موټر ټپیان او د پولیسو یو افسر یې په چاکو وواژه چې بالاخره دی هم د پارلمان د ساتونکو پولیسو په ډزو ومړ.
په یاده پېښه کې د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
پولیسو څو کسان نیولي چې د خالد مسعود د تر سره کړي برید د انګېزې په تړاو ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د برتانیا د پولیسو په خبره، د یوولسو نیول شویو کسانو له ډلې یې اوه بې له قید او شرطه خوشي شوي دي، خو له دوو نورو یې پلټنې روانې دي.
د دوی په خبره د خالد مسعود د اړیکو په تور دوه نیول شوې مېرمنې یې د روانې مارچ میاشتې تر پایه په ضمانت خوشې کړې دي.
له دغو نیونو او پلټنو برتانوي پولیس غواړي معلومه کړي چې خالد مسعود برید په یوازې تر سره کړی او نور ملګري یې هم لرل.

د عکس سرچینه، JACK TAYLOR/GETTY IMAGES










