د عکسونو البوم: امریکا کې توپاني واوره

د امریکا په څو ایالتونو کې د سختې واورې له امله په زرګونو الوتنې ځنډول شوې او ښوونځي تړل شوي.

امریکہ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا په څو ایالتونو کې د سختې واورې او توپان له امله بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د هواپوهنې اداره وايي، د پنسلوینیا، نیوجرسي، نیویارک او کنیکټیکټ ایالتونو په څو برخو کې لا هم واوره ورېږي.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دې توپاني واورې او یخې څپې ته د (سټیلا ژمي توپان) نوم ور کړل شوی دی.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وېرېږي چې د دې توپاني واورې له امله به په امریکا کې چهارشنبه هم وضعیت خراب وي.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیویارک والي د سې شنبې په ورځ بېړنی حالت اعلان کړ او ویې ویل، چې د یوې ورځې لپاره به ښوونځي هم تړلي وي.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په امریکا کې د الوتنو شمېرونکې کمپنۍ وايي، د واورې او توپان له امله تراوسه له شپږ زره اته سوو ډېرې الوتنې ځنډېدلې دي او واشنګټن ته د جرمني د لومړۍ وزیر تګ هم شاته شوی دی.
امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د میساچیوسېټس د هواپوهنې اداره وايي، د واورې د تېزي له امله پته لګېږي چې په دغه ایالت کې په یوه ساعت کې له یو نیولې تر دریو انچو واوره ورېږي.