پاکستان کې د بريد په اړه غبرګونونه
د پاکستان د سند لعل شهباز قلندر زيارت کې د پروني ځانمرګي بريد د وژل شويو شمېر اوس له ۸۰ اوښتی دی.
د دغې پېښې له امله سند کې په رسمي ډول نن له جمعې درې ورځنی، په داسې حال کې چې خيبرپښتونخوا او پنجاب کې يو ورځنی وير کېږي.
پر همدې مهال د پاکستان پوځ ويلي د خپل هېواد لروبر بېلابېلو سيمو کې يې پوځي فعاليتونو کې له ۳۰ زيات اورپکي وژلي دي.
"اسلامي دولت" نومې ډلې داعش ويلي د سند دې زيارت بريد دوی کړی دی.