ډیلي کې د مرزا اسدالله خان غالب مقبره: تصویرونه

مرزا اسدالله خان غالب د فارسي او اردو ژبو له مهمو شاعرانو یو، چې اوس یې قبر ډیلي کې د قبرونو پوښونو، ګلونو، وریجو او ډوډیو پلورونکو د کراچیو منځ کې پټ دی. جګدیش تالري د خپل وخت د دغه لوی شاعر د قبر حال ته د کمرې له نظره کتلي.

مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، مرزا اسدالله خان غالب د فارسي او اردو ژبو له مهمو شاعرانو یو، چې اوس یې قبر ډیلي کې د قبرونو پوښونو، ګلونو، وریجو او ډوډیو پلورونکو د کراچیو منځ کې پټ دی. جګدیش تالري د خپل وخت د دغه لوی شاعر د قبر حال ته د کمرې له نظره کتلي.
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، د مذهب په تړاو خپله شاعري کې د اظهار له کبله پر غالب نیوکې هم شوې
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، د اردو ژبې یوه بل شاعر ساحر د غالب مزار حال د اردو ژبې له حالت سره تشبیه کړی دی
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، ساحر نژدې ۵۰ کاله مخکې د جشن غالب بهیر کې د غالب په منظوم ډول د غالب د مزار حالت د اردو ژبې له حالت سره ورته بللی و.
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، غالب هغه مهال شهرت وموند، چې وروستی مغل پاچا بهادرشاه ظفر پر هند واکمن و او له هغه وروسته د هند واکمني د انګریزانو لاس ته ورغله.
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، د اردو ژبې پرمختګ کې د غالب رول ډېر مهم بلل کېږي، خو غالب د خپل فکر د اظهار پر مهال ډېری مهال د دغې ژبې د شاعرۍ مروج چوکاټونه له پامه غورځول او له همدې کبله پرې پراخې نیوکې هم کېدې.
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، چې د غالب شناختې ته له څېرمې تېږي د لمر وړانګې د هغه پر قبر پریوځې د غالب یوه شاګرد میر مهدي مجروح خبره په ذهن کې ګرځي، چې وايي، د معني یوه خزانه تر خاورو لاندې ده.
دہلی

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، مرزا غالب که څه هم شهرت وموند، خو په ژوند کې له ډېرو ناندریو سره هم مخامخ شو. د لیک استولو لپاره یې یو ځل د ادرس پوښتنې ته ځواب کې ویلي و، یوازې ډیلی لیکئ، زما نوم ورسره لیکئ، د لیک رسېدو تضمین زه کوم.
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، د غالب اکاډیمۍ په نوم اداره د هغه د مزار تر څنګ
مرزا غالب

د عکس سرچینه، JAGDEESH TALURI

د عکس تشریح، غالب د اردو تر څنګ په فارسي ژبه کې هم پریمانه شاعري کړې