پولنډ کې د امريکا او ناټو پوځي تمرينونه
روسيه چې اوس امريکا کې د خبرونو ډېره برخه جوړوي، پولنډ کې یې د امريکا لوی پوځي شتون پر وړاندې ځواکمن غبرګون ښوولی دی.
کرېملېن پولنډ کې پوځي تمرينونه خپل ملي امنيت ته يو ګواښ ګڼلی دی.
پولنډ کې د ناټو ختيځې جبهې اوږدو کې له ټانکونو او زغره والو ګاډو سره له دريو زرو زيات پوځيان ځای پر ځای شوي دي.
دا له لسيزو راهيسې اروپا کې د امريکا له لوري لويه پوځي ځواکمنتيا ده.