د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او امریکا څارګرو ادارو ټکر

د ویډیو تشریح، ټرمپ

واشنګټن کې په دې اړه ناندرۍ زیاتې شوې، چې ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ادارو پر وړاندې درېدلی چې ډېر ژر به یې دی مشري کوي. د امريکا د استخباراتو مشر د ټرمپ دا خبرې رد کړې، چې ګنې حکومتی ادارې د ده پر وړاندې د ادعاوو سپړلو مسئوليت پر غاړه لري. د حکومت د اخلاقي چلن چارو مشر يې بيا د کاروبار راتلونکي په اړه د ده پر پلان د ګټو د شوني ټکر له مخې ګوزار کړی دی.