د کنګل او واورې ښارګوټی

د چین ختیځ کې د هربن ښار هر کال د داسې فستیوال کوربه وي چې سلګوني هنرمندان پکې له کنګل او واورو جوړې شوې مجسمې، ودانۍ او نور توکي نندارې ته وړاندې کوي. سږ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر څلورمه، د ښار واورینې سیمې کې دې ټولو رغول شويو شیانو، ځان ته کنګلیز او واورین ښارګوټی جوړ کړی و.