اوباما غواړي له ګوانتانامو ځینې بندیان خوشې کړي

د ویډیو تشریح، اوباما غواړي له ګوانتانامو ځینې بندیان خوشې کړي

په داسې حال کې چې له دندې سره یې مخه ښې ته يوازې دوه اوونۍ پاتې دي، د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي پلان یې دا دی چې له ګوانتانامو زندانه لا ډېر بنديان خوشي کړي.

سپینې ماڼۍ ته په ورتلو ده ژمنه کړې وه، چې دا زندان به تړي. خو ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا چاره خپله پرېکړه ګڼلې، او پر ټويټر يې ويلي بندیان خطرناک کسان دي، او بايد خوشي نه شي. د اوباما له واکمنۍ راهيسته ١٧٩ کسان له دې زندانه خوشي شوي دي.

بي بي سي ته له لومړۍ ليدنې ۱۵ کاله وروسته ځانګړې اجازه ورکړل شوې، چې د ګوانتانامو دې زندان ته ورشي.