تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کشمیر کې تېرو میاشتو کې لسګونه خلک وژل شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د تېرو میاشتو تاوتریخوالي له امله لسګونه خلک وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. تاوتریخوالي د کشمير سوداګرۍ ته ډېر زیان رسولی دی. کشمیر کې د پانګونې حالت ناوړه دی او خلک هم له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
که څه هم په نژدي راتلونکي کې د کشمیر مسئلې کومه حل لاره نه تر سترګو کېږي خو بیا هم ځايي خلک هيله ښيي که دا مسئله حل شي نو ښایې د کشمیر اقتصادي حالت هم ورسره ښه شي