د عکسونو البوم: د کلي ژوند په انځورونو کې

د ساینس او ټیکنالوجۍ په دې پېر کې موبایل ټلېفون کارول هر ځای عام او د خلکو ورځنۍ اړتیا ده. لیکنه او انځورونه سبا رحمان

گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، د کلي او ښار ژوند د ناستې ولاړې توپیر لري او په کلیو کې د بنسټیزو اړتیاوو ستونزې هم شته، خو تنور د کلیوالو مېرمنو د ټوکو ټکالو ځای دی.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، مېرمنې د څارویو لپاره هم کروندو ته ځي او واښه ور ته کوي، ځکه څاروي د دوی د عاید یوه وسیله ده.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، کلیوالې مېرمنې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي، خو له یوې بلې سره د خواله ډېره وخت لري.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، د کلیو ماشومان هم د خپل وختېري لپاره یو شی پلمه کوي او ځان پر بوختوي.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، په کلیو کې مېرمنې د څارویو له غوشیو څپیاکې جوړوي او بیا اخلی پخلی پر کوي
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، د ساینس او ټیکنالوجۍ په دې پېر کې موبایل ټلېفون کارول هر ځای عام او د خلکو ورځنۍ اړتیا ده.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، تر ښار په کلیو کې چاپېریال لږ ککړ دی، هلته تازه سبزۍ او سوچه شودې هم شته.
گاؤں

د عکس سرچینه، Saba Rehman

د عکس تشریح، لا هم د کلیو ښځې بازار ته تر ډېره تللی نه شي، ځکه ځینې سایکل وال سوداګر پر کلیو ګرځي او د مېرمنو اړتیا وړ شیان پلوري.