پر حلب راکټي او هوايي بریدونه بیا پیل شوي
د سوريي په حلب کې اوربند پای ته رسیدلی او پر هغو سیمو چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي راکټي او هوايي بریدونه بیا پېل شوي دي. د نوو تاوتریخوالو د پېل پړه دواړه خواوې پر یو بل اچوي.
د حلب له ختیځو سیمو نه د ایسارو ملکي کسانو او یاغیانو د راایستلو پلان هم ځنډول شوی. دا په داسې حال کې ده چې د سوریي حکومت د هغو ملکي کسانو او ټپي سرتېرو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د مخالفینو لخوا په کلابندو سیمو کې ایسار دي.