يمن: په هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مري
يمن کې مرستندويه کارکوونکي وايي دغه هېواد کې له دوو ميليونو زيات ماشومان په ريښتيني ډول خوارځواکي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره يونيسېف وايي يمن کې لږترلږه هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم د مخنيوي وړ ناروغيو له امله مري.
د حوثي ياغيانو د ځواک مرکز شمال کې د سعده ښار دی، او د بي بي سي عربي نوال المقحفي لومړۍ خبرياله ده چې دغه ښار ته په ورتلو توانېدلې ده.