تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا کې ښځینه پولیسه
د خيبر پښتونخوا لسګونه زره پوليس ځواک کې یوازې سلګونه ښځينه پوليسې. موږ يې پېښور کې له يوې د کار او دندې کيسه اورو.
پېښور او د پښتونخوا نورو بېلابېلو برخو کې د امنيت ساتنې دنده له خورا جدي ننګونو سره مله وي. دا سيمه شاوخوا تېره يوه لسيزه کې د ترهګرۍ او تاوتريخولي پېښو له امله ځپل شوې، او خلک یې له ژورو کړاوونو سره مخامخ دي. د خيبر پښتونخوا نژدې اويا زرو سرتېرو پوليس ځواک یې يوازې څو سوه ښځينه پوليسې دي. دا چې ټولنه کې د يوې ښځينه افسرې رول څومره مهم دی، لايبې يوسفزۍ پېښور کې له يوې پوليس افسرې، رافعې بي بي سره پرې خبرې کړې دي.