تونس کې يوې نجلۍ جنسي تېری کوونکی څنګه وواژه؟
هغو ټولنو کې چې د "پت" له منځه تلل په کې لوی شرم ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه، بي بي سي د امل (چې اصلي نوم یې نه دی) کیسه راخیستې.
امل په تونس کې د ښځو له زندانه خپله کیسه کوي چې په پورتنۍ ويډیو کې يې کتلی شئ.
پر امل د هغې د پلار د ملګري له خوا جنسي تېری شوی و، چې وروسته یې بربنډ انځورونه هم اخیستي وو. دغو انځورونو امل د تېري کوونکي تر اغېز لاندې راوستله، او په راتلونکو څو میاشتو کې یې پر هغې جبري جنسي تېری کاوه.
یوه ورځ امل پر دې تېری کوونکی کور ته وروغوښت او هلته یې په ساتول ووژاه.
هغه اوس زندان کې د ۲۵ کلونو لپاره بندي ده.
د شرم لړۍ؟
د بي بي سي یوې څېړنې ومونده چې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا په محافظه کارو ټولنو کې زرګونه نجونې د هغوی د شخصي یا د پارونکو انځورونو له کبله د شرم په پلمه ګواښل کېږي.
د شرم په نامه د پروګرامونو په دې لړۍ کې بي بي سي پر موبایل ټیلېفونونه او ټولنیزې رسنیو د ځورونو له دې پټې ناروغۍ پرده پورته کړې ده.