د حلب کډوالو ستونزې

د ویډیو تشریح، د حلب کډوال، حکومت وايي د دغه ښار له نيمايي ډېره برخه يې نيولې

د سوریې حکومتي ځواکونو حلب کې د مخالفو جنګياليو تر ولکې لاندې کلابنده سيمه کې د درنو نښتو پر مهال لا نور ځایونه نیولي دي.

حکومتي اړخ چې روسيه یې ملاتړ کوي، درې اوونۍ مخکې د عملياتو له پيلولو راهيسې، د مخالفانو له ولکې دوه پر درې سيمه نيولې ده.

خو منځ کې یې لسګونه زره خلک ګير دي، چې په نهيلۍ د تاوتريخوالي له تاوه د وتلو زيار باسي.