د بنګله دېش پرنیما ۱۳ کلنه وه چې جنسي تېری پرې وشو او تر ننه ګواښل کېږي
په ۲۰۱۱ کال، پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د ډله ییز جنسي تېري خبر بنګله دېش کې د خبرونو د سر ټکی شو.
خو تر سږ کال پورې، پورنیما شیل لاهم پر خواله رسنیو ځورول کېږي او شرمېږي.
د شرم لړۍ
د بي بي سي یوې څېړنې ومونده چې د شمالي افریقا، منځني ختیځ او سوېلي اسیا په محافظه کارو ټولنو کې زرګونه نجونې د هغوی د شخصي یا د پارونکو انځورونو له کبله د شرم په پلمه ګواښل کېږي.
د شرم په نامه د پروګرامونو په دې لړۍ کې دانیال سیلاس اډمسن پر موبایل ټیلېفونونه او ټولنیزې رسنیو د ځورونو له دې پټې ناروغۍ پرده پورته کړې ده.