د عکسونو البوم: امریکا کې د ټرمپ په مخالفت کې لاریون

په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته، ددغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د هغه په مخالفت کې لاریونونه وشول.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا په ځینو ایالتونو کې د ډونلډ ټرمپ د خبرو پرخلاف لاریونونه وشول
لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په شیکاګو ایالت کې د ټرمپ له څلي بهر خلکو مظاهره وکړه او د ټرمپ خلاف نارې یې وهلې او ویل یې چې ''امریکا متعصب مشر نه غواړي، زموږ ولسمشر نه یې''
لاریون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نیویارک ښار کې د ټرمپ څلي ته څېرمه ګڼ خلک راغونډ شوي او د هغه پرخلاف نارې وهي چې 'ټرمپ زموږ ولسمشر نه دی.'
لاریون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پولیسو لا له وړاندې د دغې ودانۍ مخې ته د لاریون امنیت نیولی و
لاریون

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سپینې ماڼۍ مخې ته شمې بلې شوې وې
لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اوکلاهوما، کیلي فورنیا، پورټ لینډ او اوریګن کې هم لاریونونه وشول او خلکو د امریکا بیرغ ورسره لېږداوه
لاریون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د چارشنبې په ورځ، د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لومړۍ وینا وروسته، خلکو د تعصب پروړاندې شعارونه پورته کړل
لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په پام کې ده چې ډونلډ ټرمپ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره سپینه ماڼۍ کې وګوري.
لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټانو نوماندې هېلیري کلنټن ټینګه سیالي وکړه، خو ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر شو.
لاریون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر اوباما هم د ټرمپ پروړاندې ځینې توندې خبرې وکړې او هغه یې ولسمشرۍ ته نامناسب کس بللی و.