تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې او مسلمانان
امريکا کې ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه د پلټنو پر فدرالي ادارې اېف بي ای، د نامناسب عمل تور لګولی چې دغې ادارې يو ځل بيا ويلي هېليري کلنټن يې بايد د برېښناليکونو پر سر له جنايي تورونو سره مخامخ نه شي.
پر همدې مهال دين د امريکا له سياست سره نه بېلېدونکی تړاو لري.
دې ټاکنو کې ليدل شوي چې دين په کې لا لوی رول لوبوي، ډېری امريکايان په کې په دې اړه پر جمهوريپاله کانديد ډونلډ ټرمپ په غوسه دي، چې ويلي یې وو مسلمانان دې امريکا ته له ورتلو منعه شي، نو دين د امريکا دغو ټاکنو ته څه ډول رنګ ورکوي، جاوېد کوټوال يې په اړه راپور راکوي.