تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې او چرس
په داسې حال کې چې امريکا د ټاکنو پيل ته شېبې شماري، خبره يوازې د يوه نوي کس نه ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته به ورننوځي.
پنځو ايالتونو کې به رايه ورکوونکي په دې اړه هم پرېکړه کوي، چې د ساتېرۍ په توګه د چرسو کارونه قانوني کړي که څنګه.؟
دا ايالتونه به امريکا کې له هغو زياتېدونکو کسانو سره پر يو ځای کېدو غور کوي، چې سيمو کې يې د دغه بوټي طبي کارونې ته له وړاندې اجازه ورکړل شوې ده.
د دغه کار شوني اغېز په اړه نورو معلوماتو لپاره بي بي سي هم کولاراډو ته ورغلې وه.