د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر و. دغه ۷۰ کلن سوداګر هغه وخت ټولې وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې چې د جمهوريپال ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې ډېرو باتجربه سیاستوالو ته ماتې ورکړه.