تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کراچۍ کې د اورګاډو ټکر
د پاکستان ترټو لو لوی ښار کراچۍ کې نن سهار دوه مساپر وړونکي اورګاډي ټکر شوي. دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي. چارواکي وايي دا ټکر د بهاوالدین زکریا ايکسپریس او فرید ایکسپریس په نامه اورګاډو ترمنځ شوی. د دواړو اورګاډو څلور ډبې له پټلۍ لوېدلې دي. نور حال له کراچۍ ځايي خبريال عرفان خټـك راكوي.