حماس څلور اسرائیلۍ یرغملې په غزه کې سره صلیب ته سپارلې دي
د حماس لخوا څلور نورې اسرائيلۍ یرغملې چې په غزه کې ساتل کېدې، نن سره صلیب ته سپارل شوې دي. د دغو ښځو په اړه ویل شوي چې اسرائیلۍ سرتېرې دي. دا د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته د یرغملو دویمه ډله ده چې د حماس لخوا ازادېږي. ټاکل شوې د دغو ښځو بدل کې د اسرائیل له زندانونو شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان ازاد شي.
