د جرمني په سوک وهنه کې یو افغان اتل شو

د عکس سرچینه،
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د سوکوهنې په نړېوالو سیالیو کې د یوه افغان لوبغاړي اتلوالي یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
افغان سوک وهونکي حمید رحیمي خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او په (BWU ) کې يې نړیوال د سرو زرو کمربند ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ د جرمني به هامبورګ ښار کې وه.
د المپيک د ملي کمېټې ویاند مجیب الله رحماني په دې اړه له بي بي سي سره مرکه کړې ده.