حشمت شهيدي: د دوو لوبو د بایللو له تېروتنو زده کړه کوو
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شري لنکا کولمبو ته رسېدلې ده. سبا له پاکستان سره درېيمه يوه ورځنۍ لوبه کوي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بي بي سي پښتو تلویزیون سره په خبرو کې وایي هڅه به یې دا وي چې د تېرو دوو لوبو له تېروتنو اخیستل شوي درسونه به له پاکستان سره په درېیمه سیالي کې د ځان په ګټه وکاروي.