افغانستان کې پښې غوڅی د ایورسټ د غره څوکې ته رسېدل غواړي
هري بودا مګار چې دواړه پښې یې غوڅې دي، هوډ لري د ایورسټ غره څوکې ته وخېژي. په ۲۰۱۰ کال کې، د هغه پښې له ګونډو برې هغه مهال غوڅې شوې چې په ګورکاس کنډک کې یې په تېروتنه پر ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو پښه کېښوده. ده هغه مهال په افغانستان کې د بریتانیا اړوند پوځ مشهور نیپالي ګورکاس کنډک کې کار کاوه.