پېلې؛ له شدیدې بې وزلۍ د فوټبال تر پاچاهۍ
په برازیل کې د فوټبال افسانوي او تاریخ کې د فوټبال یو ستر لوبغاړی پېلې د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو.
د نړیوال جام درې ځلې ګټونکي دغه لوبغاړي په اکتوبر میاشت کې له رسنیو سره له روغتونه خبرې کړې وې او د خپلو بریاوو له کبله یې د مینه والو او خدای مننه کړې وه.
پېلې په ۱۹۴۰ کال د برازیل په سوېل ختیځ کې په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی چې بیا وروسته فوټبال کې اتلولۍ ته ورسېد. دلته د دغه افسانوي لوبغاړي د ژوند ځینې نه هېرېدونکې شېبې راخیستل شوې دي.