بې پروا ایرانۍ ورزشکاره له حجاب پرته سیالي کوي

په سوېلي کوریا کې د اسیا د غر ختونکو سیالۍ کې د ایران لوبغاړې الناز رکابي پایلوبه کې د حجاب له اغوستلو ډډه وکه. دا په ایران کې له وروستیو لاریونونو سره د همغږۍ ښکارندويي کوي. .

وروسته تر هغه چې د دوشنبې په ورځ له ایلناز سره یې د کورنۍ اړیکه پرې شوه، د ایران سفارت وویل دا بېرته ایران ته په الوتلې ده او وېره یې په ډېرېدو ده. د بي بي سي خبریاله رعنا رحیم پور وايي، اندېښته شته چې د بېرته ستنېدو پرمهال به یې سم لاسي زندان ته بوځي.