کرېکټ: حشمت الله شهيدي سره مرکه

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام، د روانې اکتوبر مياشتې پر ١٦ مه نېټه، په استراليا کې پيلېږي. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له انگلنډ سره د اکتوبر پر ٢٢ مه کوي.

پر ورپسې ورځ به بيا پاکستان له هند سره مخامخ وي.

بي بي سي پښتو د همدې نړيوال جام په وياړ سر له نن له يو شمېر افغان لوبغاړو سره ځانگړې مرکې خپروي.

نن لومړنۍ مرکه د ټسټ او يو ورځنيو لوبډلې له کپتان حشمت شهيدي سره ده چې تورپېکۍ غرنۍ ورسره کړې ده.