"د خدمتګار په توګه کار ته اړایستل شوی یم"

د ویډیو تشریح، "د خدمتګار په توګه کار ته اړایستل شوی یم"

سومالیا کې زیږېدلی بریتانوی ورزشکار مو فرح په یوه نوي مستند کې په ډاګه کړې چې په ماشومتوب کې بریتانیا ته په ناقانونه توګه راوړل شوی او د کورني مزدور په توګه اجباري کار ته اړایستل شوی.‌ د اولمپیک څلور مډال ګټونکي دغه لوبغاړي بي بي سي ته وویل، هغو کسانو د محمد فرح نوم ورته غوره کړی چې دی یې له جیبوتي نه قاچاق کړی او اصلي نوم یې حسین عبدي کاهین و.