د وزن پورته کولو هندۍ اتلې میرابايي چانو د ښځو لپاره د بي بي سي سپورت جایزه وګټله

د ویډیو تشریح، د وزن پورته کولو هندۍ اتلې میرابايي چانو د ښځو لپاره د بي بي سي سپورت جایزه وګټله

میرابايي چانو د هند په یوه لېرې پرته غرنۍ سیمه کې کور ته د لرګیو او اوبو له راوړلو سره د وزن پورته کولو هنر ته مخه کړه. اوس نوموړې د ۲۰۲۱ کال لپاره د هند سپورتي مېرمنې بي بي سي جایزه ګټلې. تېر کال نوموړې په اولمپیک سیالیو کې د لومړنۍ هندۍ ښځې په توګه ثبت کړ، چې د سپینو زرو مډال یې وګاټه. په شنه سهار د تمرین لپاره په لاریو کې سفر یو هغه لامل و، چې له کبله یې نوموړې د لوبې په ډګر کې سخته سیاله شوه.