د افغانستان او بنګله دېش د يو ورځنيو لوبو لړۍ

د بنگله دېش او افغانستان ترمنځ د دریو يو ورځنيو لوبو لړۍ چهارشنبه (۲۳ فبروري)په چيټاگانگ کې پيلېږي. دا لوبې به د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام لپاره د ليگ برخه وي چې په هر بري لس پوانيټونه ترلاسه کېږي.

بنگله دېش په تېرو اتو کلونو کې پر خپل کور د يو ورځنيو لوبو يوازې يوه لړۍ بايللې ده. د بنگله دېش او افغانستان ترمنځ وروستۍ يوه ورځنۍ لوبلړۍ په ٢٠١٥ کال کې وه چې بنگله دېش دوه يو گټلې وه.

خو افغان کپتان حشمت شهيدي له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ډاډ وښود چې لوبډله يې چمتو ده.