کرېکټ ته سندره: شفيق مريد ولې نوې پنځونه په دريو ژبو کړې

له سکاټلنډ سره د افغانستان د تېرې لوبې په پاى کې د شارجې پر لوبغالي د افغان سندرغاړي شفيق مريد نوې سندره (افغانستان) وغږول شوه چې کرېکټ ته ويل شوې ده. دا سندره په پښتو، دري او ازبکي ژبو ده.

شفيق مريد پخوا هم د کرېکټ لپاره دوه سندرې ويلې وې. دى اوس په کلفورنيا کې اوسېږي له هغه ځايه يې بي بي سي پښتو تلويزيون ته پر دې سندرې خبرې کړې دي.