د کرېکټ نړيواله اتلولي: د ۲۰۲۱ کال نړيوال جام ته کتنه

کرېکټ نړيواله شل اوريزه اتلولي چې اماراتو او عمان کې کېږي، سبا پيلېږي. د پیل دوې لوبې يې چې د ګروپي پړاو دي، عمانۍ پلازمېنه مسقط کې کېږي.. لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نوې ګيني او بله کې يې بنګله دېش له سکاټلنډ سره مخامخ دی.

دې ګروپي پړاو کې اته لوبډلې دي، چې څلور به ترې سوپر ۱۲ ته ورخېژي. افغانستان له وړاندې سوپر ۱۲ کې دی، چې لومړۍ لوبه يې د اوکتوبر پر ۲۵ مه ده.

موږ يې شل اوريزو اتلوليو په اړه نن د ۲۰۱۲ کال ګڼه راخلو چې سريلانکا کېده، او افغانستان په کې دوهم ځل لوبېده.