ټېسټ کرېکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو بنګله دېش په دريو وېکټو مات کړ

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ټېسټ سيالۍ کې افغان لوبغاړو بنګله دېش ته په دريو وېکټو ماته ورکړه. بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۶۲ منډې وکړې چې په ځواب کې يې افغان لوبډلې ۲۸۱ مندې جوړې کړې. په دويمه پاڼۍ کې بنګله دېش ۲۲۸ منډې وکړې او افغان لوبغاړو هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره بلال سميع پنځه، اظهار الحق نويد څلور او کامران هوتک يو بنګالی لوبغاړی وسوځاوه.
افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان لوبغاړو بيا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۱ منډې وکړې. د افغانستان لپاره بلال سيدي ۱۱۴، کامران هوتک ۶۶ او فيصل خان احمدزي ۳۹ منډې جوړې کړې.
افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، بنګله دېش په دويمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۸ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۱۰ منډو هدف يې وټاکه. په دويمه پاڼۍ کې اظهار الحق څلور، بلا سميع درې او ننګيال خروټي دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان لوبډلې د ۱۱۰ منډو ټاکلی هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او بريا يې په خپله نامه کړه.
افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لومړۍ رسمي ټېسټ لوبه ده.