'قبایلي نجونو ته دې د وړتیاوو ثابتولو اجازه ورکړل شي'

د ویډیو تشریح، 'قبایلي نجونو ته دې د وړتیاوو ثابتولو اجازه ورکړل شي'

د پښتونخوا مومند اېجنسۍ اوسېدونکې اورین د پاکستان لپاره په نړیوالو ټېنس سیالیو کې ځلېدلې ده. نوموړې وایي، د قبایلي سیمو نجونې پر ځای د دې چې په کم عمر کې واده کړل شي،‌ باید اجازه ورکړل شي‌ چې زدکړې وکړي‌ او خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

پېښور کې زموږ همکارې کوثر اعوان وحید له اورین سره د هغې پر لوبیز ژوند او لاسته راوړنو خبرې کړې دي.