تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: د رګبي لوبې ځلېدو ته هیلې
په افغانستان کې يو شمېر لوبغاړي په دې هيله په واورو کې خولې بهوي چې د کرېکټ لوبډلې په شان به دوى د رګبي لوبه هم په دې هېواد کې وځلوي. رګبي په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دود شوې خو لا يې هم د لوبغاړو شمېر لږ دى. د دې لوبې پر قوانينو ډېر افغانان نه پوهېږي، خو لوبغاړي يې هيله من دي چې لکه کرېکټ دوى به هم وځلېږي. فريد نظري يې ليدو ته ورغلى.