سوني بېل ویلیمز: نجونو او شرابو پسې ګرځېدم, خو یوازې شوم

سونی ولیم

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, شمعون حافظ
    • دنده, بي بي سي سپورت

سهار شپږ بجې وې. د لندن یوه هوټل کې سوني بېل وېلیمز تر سهار لمونځ وروسته هم پر لمونځۍ(جاینماز) ناست و.

هغه وايي، کله چې د دوعا لپاره لاسونه پورته کړي، نو وايي الله ماته لار وښیه، ما پیاوړی کړه، ما غوره انسان او ډېر ښه شخص کړه:

"ماته خپلې نیمګړتیاوې مالومې دي، خو ما همتي کړه. ګنا مې وبښه، زما پر خپلوانو او دوستانو په تېره ماشومانو رحمت وکړه، هغه خوندي وساته، موږ ثابت قدمه کړه او د خپلو شتو له امله ستا شکر باسو".

لس کلونه کېږي چې وېلیمز اسلام منلی. دا هغه وخت و چې دی فرانسه کې لوبېده او د ژوند له یو بلکل مختلف پړاوه تېرېده، اوس چې کوم ځای دی، هغه وخت یې د مخالف لوري اوج ته رسېدلی و.

د رګبي ټولنه کې له پنځو کلونو تېرېدو وروسته رګبي لیګ ته ستنېدو پسې غوره لیګ کې شاملېدونکي کلب ټورنټو وولف پېک سره تړون ویلمیز له خپل ژوند ډاډمن کړی دی.

د شمالي امریکا د ډلې مشر څلورو مختلفو سیالیو سره د ویلیمز د بريو پیل بولي، چې له هغو نوي زیلنډ کې دوه نړیوال جامپونه، پر ۲۰۱۶ کال اولمپیک او څو رګبي لوبو کې میډالونه او د نوي زیلنډ د هیوي وایټ باکسېنګ اعزاز بولي.

سونی ولیم

د عکس سرچینه، Getty Images

۳۴ کلن ویلیمز لندن کې د ارسنل ایمیریټس سټیدم کې خبرې غونډې ته په انګریزي، عربي او ساموین ژبو د خبریالانو هر کلی کوي او تر نیمې ګړۍ د هغوی پوښتنې ځوابوي.

نوموړی د رګبي د تاریخ د تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي او د خپلو ملګرو لوبغاړو د درناوي په هکله خبرې کوي.

ویلیمز د غر غوندې سړی دی، شپږ فوټه او څلور انچه ونه لري او وزن یې ۱۰۹ کیلوګرامه دی، خو نرم مزاج یې د حجم یومخ اپوټه دی.

هغه د بي بي سي سپورت خبریال سره مرکه کې وویل: د الحمدالله مطلب هرڅه دی، له اوبو څښلو سره الحمدالله، ستا سره د لیدو په وخت الحمدالله، د مېرمنې او بچیانو سره میلاوېدو کې الحمدالله، زما خالق تل زما یاد وي:

"نجونو پسې ګرځېدم، شراب مې څښل، خرچې مې کولې، تاسو په ډېر څه پوهېدئ، خو زه نه، مګر هغه ژوند تېر شو او ماته مالومه شوه چې څه مې ترلاسه کړه".

سونی بل ولیمز، نیوزی لینڈ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویلیمز تېره میاشت د نړیوال جام نیمه پای لوبه کې د نوي زیلنډ له ماتې وروسته له خپل مسلمان لوبغاړي اوفا تونګافسي سره یو ځای دوعا کوي.

هغه وايي، څو کلونو کې الله او اسلام ته د رسېدو او ژوند کې د ښه بدلون چانس په لاس ورغی.

ویلیمز زیاتوي، نن سبا نړۍ کې دا پټه خبره نه ده چې ډېر مسلمانان پر خپله مسلمانۍ د شرم لپاره اړ شوي دي:

"زموږ مسلماني، د هغې ریښتونولي، دا د ویاړلو دي، کله چې زه نور لوبغاړي هم ګورم چې ویاړي، نو وایم، دا څومره ښه خبره ده".

د روان کال مارچ کې د نوي زیلنډ په کراسټ چرچ ښار کې پر جومات له برید او ۵۱ کسانو وژل کېدو پسې ویلیمز خواله رسنیو کې پیغام خپور کړ چې پکې یې د زړه له تله خپګان ښودلی او د مړو لپاره یې جنت غوښتی و.

ورپسې اونۍ نوموړی دغه ښار ته لاړ او له غمجنو سره یې خواخوږي وکړه.

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای, 1

دی وايي د نوي زیلنډ د تر ټولو مشهور مسلمان او د وخت د رګبي ملي لوبډلې د غړي په توګه یې دا مسولیت و.

اوس نوموړی د خپل مسلک له مخې نوي پړاو کې دی او له خپل هېواد ۹ زره میله لرې پر خپل ژوند سوچ کوي:

"له دې نوي چانس خورا ډېر خوشال یم، د یوه لوبغاړي په توګه دا زما لپاره خورا ښه موقع ده، دا سمه ده چې له فشار سره به مخ یم، خو د یو څه ګټلو لپاره له دې ښه لار بله کله شته".

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای, 2

تېرکال نوموړی عمرې ته تللی و او وايي، مګه بېخي بېل ځای دی: "اول کعبې ته لاړم او بیا مدینې ته".

دی وايي د نوي زېلنډ اوسېدونکی، خو انسان دی، مګر اسلام چې څه وايي د ټول انسانیت لپاره دي: "زه له یوه افریقايي، اسیايي، اروپايي او د منځني ختیځ یا د هر پوړ له یو کس سره ګډ لمونځ کوم".

دی وایي اسلام کې ټول انسانان یو شان دي او څوک کم یا زیات نه دی.