تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له لوبڅار احمد شاه پکتین سره مرکه
په کرېکټ کې د نړیوالې شورا یا ای سي سي له بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته اوس په افغانستان کې کرېکټ د لا پرمختګ په لور روان دی. اوس کرېکټ بورډ وايي د لوبڅارانو روزنې ته یې ملا تړلې. دمګړۍ افغانستان یوازې څلور لوبڅاران / امپایران لري چې په نړیوالو لوبو کې لوبڅاري کولي شي. له دوی یې تر ټولو ډېر تجربه لرونکی احمد شاه پکتین دی. ده تر اوسه په ۱۱ یو ورځنیو او ۹ شل اوره نړیوالو سیالیو کې لوبڅاري کړې. ښاغلی پکتین په لندن کې زموږ سټوډیو ته راغلی و. اېمل پسرلی ورسره په افغانستان کې د لوبڅارانو پر روزنه او راتلونکي غږېدلی.