د کرېکټ بورډ له مشر عزیزالله فضلي سره مرکه

د غږ تشریح، د کرېکټ بورډ له مشر عزیزالله فضلي

د افغانستان کريکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي له افغان چارواکو او سیاستوالو غوښتي چې د دوی په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي وویل، چې لاسوهنې او فشارونه د افغان کريکټ پر وده او د لوبغاړو پر فعالیت بد اغېز کوي او کېدای شي دوی د کريکټ نړیوالې شورا له بندیزونو سره مخامخ کړي. ښاغلي فضلي زیاته کړه چې پلان لري په یوه کال کې دننه په ملي لوبډله کې پراخ بدلونونه راولي او په سلو کې به اتیا برخه لوبغاړي نوي کوي.

نوموړي وویل چې د کرېکټ نړیوالې شورا منلي چې دوی ته به اضافي دوه نیم میلیونه ډالر ورکوي چې په افغانستان کې د کرېکټ لوبه نوره وده وکړي او نوي استعدادونه وروزل شي.

زموږ همکار داود اعظمي د بي بي سي په لندن سټوډیو کې د افغانستان د کريکټ بورډ له مشر عزیزالله فضلي سره د یوې مرکې په پیل کې وپوښتل چې د لاسوهونو او بې نظمیو له کبله دوی تر څومره فشار لاندې راغلي.