تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان - ايرلنډ ټېسټ لوبه: له رییس احمدزي سره مرکه
د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړي برلاسي دي. ايرلنډ پچه وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله خو يامين احمدزي او محمد نبي درې درې کسه وسوځول، راشد خان او وقار سلامخېل دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل. د ايرلنډ ټوله لوبده په ١٧٢ منډو وسوځېده. په ځواب کې د ورځې په پاى کې افغانستان د دوو لوبغاړو په سوځېدو ٩٠ منډې کړې وې. دا چې دا لوبه ولې مهمه ده، دا پوښتنه مو د افغانستان له پخواني لوبغاړي او د ١٩ کلنو د لوبډلې له اوسني روزونکي ريس احمدزي وکړه.