پاکستان غوره لیګ سیالۍ کراچۍ کې
پاکستان د خپل مخکښ شل اوريز ليگ ټولې لوبې له لاهوره کراچۍ ته واړولې، دليل او امنيتي گامونو ته يې کتنه کوو. په لاهور کې د پاکستان د سوپر ليگ شل اوريزو سياليو درې لوبې له هند سره د پاکستان د وروستۍ لانجې له امله نه کېږي. اوس به د دغه مخکښ شل اوريز ليگ وروستۍ اته سره لوبې په کراچۍ کې کېږي. په کراچۍ کې پاکستاني امنيتي ځواکونو د دغو لوبو لپاره کلک امنيتي گامونه پورته کړي دي. وېره دا وه چې ښايي بهرني لوبغاړي ورن هشي. خو داسې ښکاري چې بهرني لوبغاړي کراچۍ ته ورغلي دي. ځايي خبريال عرفان خټک يې وروستى حال لري.