تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حضرت الله ځاځی: پر مخالفې ډلې د فشار ډېرولو لپاره چټکه لوبه کوم
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکی حضرت الله ځاځی وایي، د بریالیتوب سر یا راز یې په تېزه لوبه کې دی او تل هڅه کوي چې مخالفه لوبډله تر فشار لاندې راولي.
حضرت الله ځاځي تېره ورځ د افغان کرېکټ غوره لیک سیالیو کې د کابل ځوانانو لپاره د ننګرهار پر وړاندې سلیزه وکړه او په ۵۵ توپونو يې تر ټولو ډېرې ۱۲۴ منډې وکړې.نوموړي په خپله سلیزه کې ۹ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې هم ووهلې.