تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزاد محمدي سره ځانګړې مرکه
له ایرلنډ سره د افغان کرېکټ لوبډلې دويمه سيالي د دغه لوبډلې د یو ورځني کرېکټ سلمه لوبه وه. دې لوبو کې په ټولیز ډول ۴۴ افغان لوبغاړي لوبېدلي.
د دې لوبغاړو څخه ډېرو یې پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال سختو شرایطو کې دا لوبه زده کړې. له دوی څخه یو هم د افغانستان وېکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد محمدي دی.
دي وايي چې د افغانستان د کرېکټ راتلونکې روښانه ده او ډېر افغان لوبغاړي شته چې دا لوبه نوره هم پرمخ وړی شي.
ده تمه وښودله چې افغان کرېکټ به راتلونکې کې نورې لاسته راوړنې ولري.
زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني ایرلنډ سره د افغانستان د روانو لوبو په څنډه کې محمد شهزاد محمدي سره د افغانستان د کرېکټ په تېر، راتلونکې او د هغه په شخصي ژوند غږېدلی دی.