تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وزلوبه مو کله لیدلې؟
وزلوبه مو کله لیدلې؟ د اسونو ځغستا، د مړه خوسي کشول، په دوړو او نارو کې د نندارچیانو شور او ځوږ. د وزلوبې یا بزکشۍ موسم په ځینو ولایتونو کې په ژمي کې پیلیږي او نورو کې بیا په پسرلي کې. له منځنۍ اسیا نه د اسونو د نویو نسلونو په راوړلو د افغانستان په شمال کې یې اوس بازار تود شوی . اولیا اطرافي تخار ولایت ته په خپل سفر کې د وزلوبې له یوه ځوان لوبغاړي سره خبرې کړي چې دا لوبه ورته په میراث پاتې ده او شکېبا حبیب یې د سپورټ نړۍ له وروستیو معلوماتو سره یو ځای درته دغه خپرونه کې په اړه معلومات وړاندې کوي :