''د مجیب په څېر ځوانو لوبغاړو د کرېکټ راتلونکې روښانه کړې''
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چارسمبالی روزونکی ریس احمدزی وايي د مجیب ځدراڼ په څېر زلمي لوبغاړي د دې لوبې د غوړېدا لپاره خورا مهم دي.
شپاړلس کلن مجیب ځدراڼ پرون په خپله لومړنۍ رسمي نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د ایرلڼد څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.