شپږېزه: غواړم راشد یې وګټي

د ویډیو تشریح، شپږېزه: غواړم راشد یې وګټي

د شپږیزې پایلوبې ته نن ګڼې مینه والې او تماشاچانې هم ورغلې دي. په دغو مینه والو کې یوه یې د راشد د ټیم پلوۍ ده او هیله لري چې د راشد ارمان لوبډله یې وګټي

نن د شپږیزه لیګ پایلوبه لوبه کې د راشد ارمان بندامیر او د نبي عیسی خیل میس عینک لوبډله سیالي کوي.

راشد ارمان له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، ډاډه دی چې د روانې شپږیزه لیګ اتلولي به د دوی لوبډله وګټي. خو ځینې نور لوبغاړي بیا وايي چې د نبي لوبډله پیاوړې ده او دغه اتلولي به میس عینک کټي.