د عکسونو البوم: د کوڅو، سړکونو او پارکونو کرېکټ

په افغانستان کې د کرېکټ مینوال ورځ له بلې زیاتېږي، ان ځینې کسان یې د لوبغالي پر ځای په لارو، کوڅو، سړکونو او پارکونو کې هم کوي. زموږ همکار غزا نور په جلال اباد کې د دا ډول کرېکټ انځورونه اخیستي دي.

ر
د عکس تشریح، دا ځوانان هم د پارک په یوه سړک کې کرېکټ کوي.
ر
د عکس تشریح، د اوبو بوتل د ویکټ پر ځای کاروي.
ر
د عکس تشریح، د جلال اباد ښار په مجبور اباد کې دا ماشومان لوبغاړی نه لري او په کوڅه کې کرېکټ کوي.
ر
د عکس تشریح، دا هم په مجبور اباد کې نور ځوانان دي چې د دوکانونو او سړک غاړې ته پر لوبه بوخت دي.
ر
د عکس تشریح، د جمعې ورځ تر ډېره دوکانونه تړلي وي او د کرېکټ مینوالو ته د لوبې ښه چانس وي.
ر
د عکس تشریح، د لوبې پر مهال توپ مردادو اوبو ته غورځي، چې ښايي لوبغاړو ته روغتیايي ستونزې هم جوړې کړي.
ر
د عکس تشریح، د کرېکټ پر توب لګېدل هم خپل درد لري.
ذ
د عکس تشریح، په کوڅو کې کرېکټ د لارونیو لپاره هم ستونزې جوړوي او کله کله د دوکانونو، موټرو ښیښې هم ماتوي.